۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
.

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې ریاستونو په همغږۍ د دې پېښې له زیانمنو شویو کسانو سره مرستې وکړې.
په دغو مرستو کې د څښاک اوبه، درمل، کېږدۍ، غذايي توکې او خواړه شامل وو چې د ربیع الاول د میاشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په کنړ ولایت او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ او عامې روغتيا په روغتون کې د زلزلې زیانمنو ته ووېشل شوې.
د ننګرهار او کنړ ولایتونو عدلیې ریاستونو په وېش کې د روڼتیا او د مرستو په وړاندې کولو کې د بې‌نظمۍ د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې د دغو مرستو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه.
د عدلیې وزارت یو ځل بیا په دې وزارت کې له ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو، ملي سوداګرو او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هېواد د ختیځ په وروستۍ وژونکې زلزله کې له زیانمنو شویو سره د خوراکي توکو، کالیو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار خیریه بنسټونو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، په ننګرهار ولایت کې ۸ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په همغږۍ د دې. . .

BACK TO NEWS