د اطلاعاتو غوښتنه

د اطلاعاتو غوښتونکي دې له دې وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي د آنلاین له سیستم څخه ګټه واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیستم د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۲ نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې پرانستل شو.

په دې سیستم کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کاغذي پروسې بهیر په برېښنايې پروسې بدل شوی دی، لګښتونه يې کم شوي دي، اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر چټک او آسانه شوی دی او د دې بهیر زماني او مکاني محدودیتونه کم شوي دي، دغه راز دغه سیستم د افغانستان په ټولو سیمو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د پراختیا او د اطلاعاتو د خوندیتوب او مدیریت سبب کېږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د آنلاین سیستم د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې د دولتي ادارو د ځواب ورکولو او حساب ورکولو کچه هم لوړوي.

د عدليې وزارت هم په دې سیستم کې شامل شوی دی او د اطلاعاتو غوښتونکي کولای شي له لاندې لینک څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي:

www.askforinfo.af

عبدالرحمن "احمدی" 

شماره تماس: ۰۷۹۴۸۶۶۲۵۲

ایمیل آدرس : moj.afghanistan@gmail.com

آدرس: منزل چهارم تعمیر مرکزی وزارت عدلیه