د عدلیې وزارت لنډ تاریخ

هرملت له خپل تاریخ سره ژوندی پاتې کېږي،ځکه چې دیوه ملت پروګړویې دتلپاتې تاریخي ارزښتونو اودمثبتو اومنفي پایلو دلازیاتو تجربو په ترلاسه کولو کې ارزښتناک اوزده کړه نیزه اغیزه لري.

زموږ خپل تاریخ دویاړلو پایلو له مخې دځلانده تمدنونو ګواه دی،دغه تاریخي خاوره چې تل یې دنړۍ له هرې برخې سره دفرهنګ ،ثقافت ،سیاسي،ټولنیزې اوسوداګریزې ګډې اړیکې لري،په اداره ،قضا اوسیاست کې هم دتشکیلاتو او جوړښتونو لرونکی وه، دغو تشکیلاتو او جوړشتونو ته دقوانینو تنظیم عملي بڼه او ورکړې ده .

تراسلام دمخه دوره چې دهوشنګ او"اوپراسادا" ددوران په نامه یاده شوې،"پیشرا"یې دلومړنۍ سړي په عنوان یاد شوی،چې دعدل اوانصاف قانون یې راوړی، اوپه دې هیواد کې دعدل او انصاف دقانون دلړۍ سرخېل ګڼل شوی دی.

دلومړني معنوي میراث په توګه ویدي اشعار لرو چې قانون او قضایې په مذهبي قوانینو کې میندل کېږي .

داکسوس په حوزه کې آریایې سلطنتي تشکیلاتو ته د"اوستا" په "گویشت"کې اشاره شوې چې دباختر،دجلې اوفرات پرغاړو یې دیوې پرمختللې امپراطوری چې دقانوني اوقضایې سیستم لرونکی وموجودیت لاره .

زوراستر(زردشت) چې دښوګنلو،ښوویلواوښوکولو دپیغام را وړونکی او لومړنۍ ستره کنګره (مجلس) یې په آریایي ټولنه کې جوړاوه ،غړي به یې د اورپرشاوخوا چې د"کانون" په نامه یادېده کښناستل .

آریایانود"سمتي" اوسبما په نومونو غوندې لرې او ددغو مجلسونو غړي په اداري،قضایې اوهیواد نیوچارو په برابرولوکې دپادشاه مشاورین وو

هغه ستره دبودایې مذهب غونده چې "آشوکا" دمذهبي قوانینو دترتیب اوتنظیم لپاره جوړه کړه ،پایله یې په بودایې نظامونوکې دهر ډول تعصب اوتنګ نظرۍ نه دخلاصون اود"مهایانا"په نامه دقوانینو دلیکلو لپاره دکړنلارې رامنځته کول اویا له هرډول تعصب او تنګ نظرۍ نه دخلاصون دلارې په نامه ونومول شوه .

داووم میلادي قرن په شاوخواکې دهندوکش په شمال دیفتلیانودسلطنت په زمانه کې یو عالم د"دهرمه سینا" دمذهبي قوانینو داستاذ په نامه ژوند کاوه او په بامیانوکې هم د"آریادسه " او"آریستنا" په نومونو قانپوه ژوند کاوه .

هیوان تسنګ مشهور چینایې چې په "630" میلادي کې یې دافغانستان ختیزې سیمې لیدلي ، په خپلویادښتونوکې یې راوړي، حاکمان اوقاضیان هریویې دخپل ژوندانه دتأمین لپاره ځمکې په واک کی لري.

هغه مهال هم په دولتي تشکیلاتوکې دجرایمو دتحقیق او څېړنې لپاره دجزا قوانین، محاکم اودحکم صادرولو مراجع موجودې وې.

دساسانیانوپه دوره کې دقضا منصب خورا اعتبارلاره ،ددې منصب لپاره به یې قانونپوه ،تجربه کار اوامانت دار شخص پرونده ګوماره، قاضي ته یې"داذور" او قاضی القضات ته یې "شهرداذور" یاداذور داذوران ویل.

په لومړۍ هجري پېړۍ کې چې په افغانستان کې اسلامي دوره پیل شوه، اسلامې القاب اقضی القضات، قاضي القضات ،قاضي، مفتي ،شیخ الاسلام ، صدور الصدور اوصدرالعلماء معمول شول، په دویمه هجري پیړۍ کې حنفي مذهب زموږ په هیواد کې دود اودخراسان اوبلخ په ټولو محاکموکې که هغه د آمو له دریابه دې غاړې وو او که هاغاړې وو دحنفي مذهب قضایې نظام استقرار ومینده .

دآمویانو په دوره کې قاضیان دعلمي خپلواکۍ لرونکي اوحکم یې له ورځني سیاست نه بهر پروالیانو او عاملانو هم نافذ و.

هغه مهال دخراسان په حدودوکې  قضایې تشکیلات موجودوو، خوغیرعرب قاضیان لږ پردندوګومارل کېدل .

دعباسیانو په زمانه کې که څه هم خلفا و په قضایې چاروکې لاسوهنه کوله،خوقاضیان له خراسان اوعربو یوځای ټاکل کېدل،دقاضیانولپاره ځانګړی لباس چې تور رنګ یې لاره ، امام ابویوسف رحمت الله علیه وټاکه، قاضی القضات زموږ د وخت دعدلیې دوزیر په څېرو.

ابومسلم خراساني چې اداري نظام یې په خراسان کې رامنځته کړ، قضاته یې هم پاملرنه وکړه،په "۱۲۹"هـ کې یې قاسم بن مشاجع اونقیب تمیمي په خراسان کې قاضیان وګومارل.

دطاهریانو قضایې حالات څرګند نه دي، خو صفاریان چې دمنظمو دولتي ادارو لرونکي وو،له نورو دېوانونو سره سره یې داساس، مرستیالانو،اجرائیه قوې، قانون او دودونو دیوانونه هم لرل.

دسامانیانو دواکمنۍ په دوران کې دشکایاتو د اورېدلو، ظلمونو دمخنیوي دفترونه، اوځانګړیو قاضیانو به دظلمونو دمخنیوي اوقضا له محکمې سره یوځای دچاروڅارنه کوله په دې دوره کې قاضي دپادشاه  دنایب په حیث پېژندل کېده اوپه عمومي ډول قاضیان له تحصیل یافته کسانوڅخه غوره کېدل.

دغزنویانو دواکمنۍ په دوره کې به لومړی قضیې په یوه مرحله اوله استیناف پرته فیصله کېدې ، اوزیاتر قاضیان له صحیح رایې لرونکو شخصیتونو څخه ټاکل کېدل او ددولت له لوري دباور اودرناوي وړوو،چې کولای شو دبلخ دقاضی القضات حسین محمودي دنامه یادونه وکړو.

غور یانوپه دې سیستم کې له غزنویانو پیروي کوله، خوپه قضایې چاروکې دسلجوقیانولاسوهنه زیاته وه.

دچنګېزخان په زمانه کې یې قضایې محاکموته یرغو، قاضي ته یرغوچې اودمحاکمو فیصلوته "موچلګا" ویل کېدل اوهغوی د حاجب په نامه اسلامي مشاورین لرل.

ګوډ تیمور دقاضیانو اوفقهاو درناوی کاوه، خو مجرمینو ته جزا ورکول دهغه خپلې ادارې پورې تړلي وو، یوه شهزاده ته دیوه نه بخښونکي جرم په مقابل کې له یوڅولښتوچې"یسباق" یې ورته ویل زیاته نه وه، حال داچې نور وګړي دبی ګناهۍ په حالت کې په دارځړول کېدل.

دهرات تیموریان چې ټول یې دعلم اوپوهې څښتنان وو،دقضا مقام ته یې درناوی کاوه، اودهغه مهال علما به یې دقضا پردندو ګومارل ،چې کولای شو دسلطان حسین بایقرا دواکمنۍ پرمهال دملا اختیارالدین،مولوي نظام الدین اوعبدالقادر نومونه چې دقاضی القضات په توګه ټاکل شوي وو یادګړو.

دمحمدشیباني په دوره کې چې دسلطان حسین میرزا له ځای ناستوڅخه و دقاضی القضات منصب دمولوي نظام الدین په لاس کې و،ځنې نور هم چې هغه مهال د اختیار الدین اوصدرالدین په نومونو یادېدل ،قاضیان وو.

بابردخپلې واکمنۍ پرمهال یوکتاب چې دبابري فتوی په نامه یادېده،دشیخ نورالدین په وسیله یې تألیف کړ، شېرشاه سوري دعدالت اوقضا محکمې ته ځانګړې پاملرنه کوله اوویل به یې ماته په عدالت کې زمازوی اورعیت یو برابر دي .

اعلحضرت احمدشاه دراني دخپل رعیت ترمنځ دعدالت قایمولو،دعامه حقوقو ساتلو، دیني، مذهبي اوملي قوانینوته ځانګړې پاملرنه کول ،په مرکز او ولایاتو کې شرعي محاکم اوقضائیه قوه موجوده وه، روحاني وګړي ددرناوي وړاودفریاد اورېدلو دفترونه اوټول جوماتونه دهمغوي په واک کې ووه .دده ددورې قاضی القضات خانعلوم ملامحمد غوث و اودقاضیانو دلارښوونې لپاره یوکتاب داحمد شاهي فتوی په نامه دعمدۀ الامر عبدالله خان دیوان بېګی وکیل الدوله او ملافیض الله خان له لوري تألیف شو.

تیمورشاه مولوي عبدالرحیم دقاضي عبدالرسول زوي ته دقاضی القضات فرمان ورکړ، پردې سربېره هغه مهال یوبل مقام دجلیس السلطان په نامه شتون لاره چې په سفر او حضرکې یې پادشاه ته دعلمي اوشرعي مشورو ورکولودنده لرله اودشرعي احکامو دتنفیذ لپاره یوه اداره دمیر عدل اود اسلامي عدالت داروغه په نامه موجوده وه دکابل شرعي محکمې دکابل لویدیځ لوري ته موقیعیت لاره، دپسرلي او اوړي په موسمونوکې دپادشاه باغ اودقاضي باغ دخلکو دعریضو داخیستلو اوعدالت ځایونه وو، په دغه زمانه کې پرشرعي محاکمو سربېره دعدلیې وزارت د"صدارالمهام" په نامه موجود و، چې قاضي فیض الله خانه پردغه دنده ګومارل شوی و، خودشاه زمان دحکومت په زمانه کې دعدلیې وزیر دقاضي القضات په نامه یادېده .

دشاه زمان ،شاه محمود اوشاشجاع حکومتونو سره ورته عدلي اوقضایې تشکیلات لرل، امیرالقضا، اقضي القضات،خان علوم، امین قوانین اسلام ،امین محکمه، امین المحاکم، هریویې دعدلیې دوزیر، معین اود تمیز له رئیس سره په هغه وخت کې برابروو، اویوجید عالم یې دعزیزالدین په نامه داسلامي قوانینو دامین په نامه سرکې واقع و.

امیردوست محمدخان په پخپله دمحکمې اوپولیسو پرمهمو احکامولاسلیک کاوه، هغه مهال عدالت پردوه برخو قضایې اوبل یې دپولیسو په وسیله پیاده کېده ،دعوې به له شرعي احکاموسره سمې عملي کېدې، ملامحمد سعید خان اوملاعبدالرحمن بارکزایي دهغه مهال دسترې محکمې رئیسان وو .

دامیر شېرعلی خان دحکومت په لومړي دوره کې ملاعبدالرحمن دخان علوم اوخان ملا دهیوا دعدلي اوقضایې چارې پرمخ وړلې، امیر محمد اعظیم خان او امیر محمد افضل خان لومړی قاضی عبدالرحمن او ورپسې یې زوی سعد الدین خان دخان علوم له لقب سره دقاضي القضات په توګه په دنده وګومارل.

امیر شېرعلی خان دخپل حکومت په دویمه دوره کې دسید جمال الدین "افغان" داصلاحي پروګرام پیروي کوله ، دسیدنورمحمدشاه "فوشنجي" په مشری دکابینې دجوړولوترځنګ یې په عصري توګه عدلي اوقضایې سیستم هم رامنځته کړ، قاضی عبدالرحمن خان قاضی القضات اوقاضی عبدالسلام خان دعدلیې وزیر په توګه وټاکل .

په دې دوره کې عسکري محکمه اړونده جرایمو ته دلاسرسي لپاره هم موجوده وه همدارنګه یوه دولس کسیزه شوری چې غړي یې دپادشاه له لوري ټاکل کېدل په هیواد نیوچاروکې به یې پادشاه ته مشورې ورکولې ، عسکري قانون نامه ،عسکري قواعد اودبودجې قانون هم ترتیب اویولړنورکتابونه د ذخیره الملوک ، فتاوا اوارکان الصلاه په نامه دشمس النهار په مطبعه کې چاپ شول، هغه مهال یو ښوونځی دملک زاد ګانوپه نامه چې حقوق اوسیاست پکې تدریس کېدل جوړشو.

امیر عبدالرحمن خان دقضا پرخپلواکۍ عقیده لرله .دشرعیت احکام پرپادشاه اوفقیریوډول نافذ وو،آن تردې چې که پرامیر په دعوی وشوه ،دمحکمې ته به حاضرېده، خوکه قاضي به دامیر پرکړنو ګوتنیوی کاوه ،سزایې پرمرګ تهدیدول وو، دلایقوقاضیانویوه هیئت به له قاضیانو آزموینه اخیسته ، داساس القضات، احتساب العمل اودستورالعمل په نامه کتابونه دشخړودپای ته رسولو او دمحکمو داجرا لپاره دمولوي عبدالرو"خاکي"ملاابوبکر اوملا غلام احمد له لوري تألیف شول. امیر دخلکو عرایضوته دپاملرنې په موخه دمحکمې دحکم قاطعیت په خاطر په کابل ښارکې عالی محکمه چې "۱۲" غړي یې لرل تأسیس کړه،دوی داستیناف په مرحله د ذوی الحکم قضایې حیثیت لاره ، اوددعوې دویه لوري داستدعا په حالت کې به یې دابتدائیه قضیې څېړلې اودتمیز په مراحلوکې به یې دقصاص اوتعزیري اعدام دپرېکړو څېړنه کوله .

کله چې په "۱۲۷۹"هـ ش کال امیر حبیب الله خان دافغانستان امیر شو، ملا سعدالدین خان یې دقاضي القصات په توګه وټاکه .

معین الاحکام یا ضیأالاحکام چې تردې مهاله چاپ شوی نه و، دسراج الاحکام یافی معاملات الاسلام په نامه په "۶۷۴" مخونوکې له سراج الاحکام سره چاپ شو، عسکر محکمه اودعسکرو قاضي هم په همدې وخت کې منځته راغی.

دامیرحبیب الله خانه په وخت کې محاکم عبارت وو،له محکمه شرعیه،محکمه دارالعدالت ،محکمه مال،محکمه وجوهات، محکمه پنچات اومحکمه نظام.

اوهمدارنګه د راهدارۍ نظامنامه ، معارف ، له بهرنیو هیوادونو دمالونو اخیستل ،ودونه ،فاتحې ،تذکرې ،پرعایداتومالیې اودپولیسو اصول اومقررات مدون شول او دمقننې یومجلس ددولت دشوری په نامه رامنځته شو.

امان الله دهیواد دخپواکۍ دلاسته راوړلوسره په سیاسی، اقتصادي،اداري اوقضایي برخوکې مهم بدلونونه راوستل، په ۱۳۹۸هـ ش کال د وري د(حمل) په میاشت کې یې د عدلیې وزارت دنظارت عدلیه په نامه تأسیس او محمد ابراهیم خان بارکزایي په لومړي ځل دعدلیې دوزارت مقام ترلاسه کړ او میرزمان الدین"بدخشي" یې مستشارو، دعدلیې دوزارت ترځنګ څلور ډوله محاکم موجود وو،"اصلاحي محکمه ،ابتدائیه محکمه ،مرافعه محکمه ،اودتمیز محکمه" ټولې دعوې په لومړی اصلاحي محکمي ته وړاندې کېدلې، که دواړه لوري به په صلح راضي نه شول، قضیه به یې لومړۍ محکمې  ته لېږل کېده ، دتمیز محکمې پرېکړی (داعدام اودوامدار حبس پرته چې دعدلیې وزیر په لاسلیک به پادشاه ته رسېدې)عملي کول یې ضروري وو. دعلوموشوری، ددولت شوری اودقوانینو دوضع کولو مجلس تأسیس شول، دغو ادارو دزیات شمېر نظامنامو په مدون کولو اقدام وکړ، چې یادې نظامنامې به دوزیرانو دعالي شوری دتحریراتو په مطبعه او وروسته به بیا درفیق چایخونه کې چاپېدلې .

دابلاغ جریده دمیرزامحمد اکبر په مسوول مدیریت دوري دمیاشتې په لومړۍ نېټه -۱۳۵۵ هـ ل کال چې له یوویشتم مارچ ۱۹۲۱ میلادي سره سمون خوري په دري اوپښتو ژبوخپرېده دغه جریدې دنن ورځې  درسمي جرېدې دنده لرله ،چې په هغې کې به یولړ شاهي فرمانونه ،اعلامیې اونور چاپ اوپه کابل اوکندهار کې به پردېوالونو راځړول کېدې، چې دعامې خبرتیا لپاره داهمیت وړ مرستندویه وي.

دنظامنامې د"۳۳" مادې دبنسټیزو جوړښتونو ترسرلیک لاندې یې دمرکزي ادارې ترځنګ دعدلیې وزارت پژندې اودندوته نغوته شوې ده اوداسې راغلي دي: "په افغانستان کې دعدلیې اوانضباطي قوې دمنظم کولو لپاره دعدلیې وزارت مؤظف شوی دی".

په ۱۳۵۵ هـ ل کال په یاده نظامنامه کې دعدلیې وزارت تشکیلات په دې ډول وو.

  • دحقوقي چارو مدیریت .

  • داجرائیي  چارو مدیریت .

  • دسوداګرۍ دچارو مدیریت.

  • دمامورینو مدیریت

  • دمکتوب لیکلو مدیریت .

اودیادې نظامنامې  په "۳۵" ماده کې راغلي دي :

"دعدليې په وزارت کې دتمیز عالی هیئت ،دکوټوالۍ ریاست ، دمامورینو مدیریت ،د محاسبې سرکاتبیت ، دتحریراتو سرکاتبیت .اود اوراقو سرکاتبیت موجود دي "

په دې دوره کې چې دعدلیې وزارت تأسیس شو، ستره محکمه هم په لاندې ترکیب سره موجوده وه:

دعسکرو قاضي ، دمرافعه حقوقو قاضي ، دجزا مرافعه قاضي ،دجزایي حقوقو ابتدائیه قاضي ،دمامورینو دابتدائیه اومرافعه محکمې قاضي، دوثیقو قاضي اوداصلاحي محکمې قاضي.

په ۱۲۹۹ هـ ل کال دوږي دمیاشتې "۲۴" دقوانینو دلاښه والي په منظور دقوانینو دوضع کولو مجلس ،چې وروسته یې ددولت دشوری په نامه شهرت وموند، دسردار شېراحمدخان په ریاست اودبدري بیګ ترکي په مرستیالۍ رامنځته شو.

ددغه شوری غړي نیک محمدخان،فتح محمدخان،جمعه خان،حبیب الله خان، عبدالغنی خان، نجف علی خان، اومحمد قاسم خان وو،چې دیادوکسانو دپرله پسې هڅوله امله "۷۶" نظامنامې تدوین اوطی مراحل شوې . هغه بنسټیزه نظامنامه چې په ۱۳۰۱هـ ل کال دپغمان په لويه جرګه کې تصویب شوه ، په دې ټولونظامنامو کې مهمه اودهیواد ډېرمهم سیاسي اوحقوقي مند ګڼل کېږي .

ترهغه ځایه چې له تاریخي متونو څرګندېږي، که چېرې به دکوم وزارت یا ادارې دنظامنامې دبرابرولواړتیا لېدل کېده ،وزارت یا ادارې به طرحه برابره اوددولت شوری ته به یې وسپارله ،ددولت شوری به له غور اوڅېړنې وروسته دوزیرانو غوندې  ته وړاندې اودپاد شاه په حضورکې له تصویب وروسته به یې دتطبیق لپاره لومړۍ مرجع ته وسپارله .

امیر حبیب الله خانه (خادم دین رسول الله ص) دخپلې واکمنۍ په دولتي جوړښتونوکې دعدلیې وزیرنه لاره، یواځې دمولوي جنګ په نامه دملاصاحب خان، دکابل والي ملک محسن خان اودعدلیې وزارت اوتمیز ریاست لپاره دسید محمد"یاور" یادونه شوې ده چې دوي قضیې فیصله کولې اویومجلس یې دتنظیم اسلامیه په نامه دمحمداعظم خان تتمدره یې په ریاست هم لاره .

که څه هم نوموړي امیر دحکومت په دوره کې دعدلیې وزارت شتون نه لاره، خودمرحوم استاد خلیل الله "خلیلی" دیادښتونو دکتاب په "۷۶" مخ کې راغلي دي،چې دامانې دورې له یو اندازه قوانینو څخه په نسبې ډول استفاده کېده ، دمرحوم فیض زاد په مقاله کې چې  فردای افغانستان د دویم سیمینار په کتاب کې یې لیکلي، چې امیر د  داساسي اصولنامې پروضع کولوهم پیل کړی و، چې دنافذېدو مرحلې ته ونه رسېده ، ولې ناویلي باید پاتې نه شي ،چې دحبیبي حکومت ټول فرمانونه او امرونه د"حبیب الاسلام"په جریده کې خپرېدل.

دعدلیې وزارت دمحمد نادرشاه دحکومت په دوره کې چې لومړي فضل عمر"مجددي" اوبیا وروسته محترم فضل احمد"مجددي" په سرکې واقع وو، له پراخو واکونوسره رامنځته شو، درې ګونومحکمو ابتدائیه ،مرافعه اوتمیز دفضایا وڅېړنه کوله اودجمعیت العلمأ ریاست اوداصلاح محکمې هم شتون لاره .

سربېره پردې په "۱۳۰۹"هـ ل کال اساسي اصولنامې عالی دیوان د وزیرانو دمحاکمې په غرض عندالاقتضا په داسې ډول وړاندوینه کړې وه، چې د ورسپارل شوې کار له سرته رسولو وروسته لغوه کېده،امیر پخپله دعدلیې وزارت سرپرستي کوله او ملا محمد قاسم کوهستاني دقاضی القضات دنده پرغاړه لرله .

په ۱۳۰۹ هـ ل کال دغبرګولي په میاشت دجمعیت العلمأ نشراتي ارګان دحی علی الفلاح په نامه دتګاب دملابزرګ ترڅارنې لاندې دملا میرغلام خان چپرهاري په سرمحررئ په نشر پیل وکړ، اودغه مجله له ۱۳۱۵ هـ ل کال وروسته  دسلطنتي دورې ترڅلورمې لسيزې پورې دښاغلی عبدالکریم"ګدا" ، محمدشاه"ارشاد" ،محمد یعقوب"کومک" اکا‌ډمېسن عبدالاحد "عشرتی" صاحب،محمد اکرم"عبقري" دالفلاح په نامه په مدیریت اوله ۱۳۴۲ هـ ل نه د عبدالواحد "وجداني" اوسمندر "غوریایي" په مدیریت د"نیاو" په نامه اوڅه موده وروسته دقضا  اوبیا وروسته دعدل اوعدالت په نامه د ډېروسترو علمي اوفرهنګي خدمتونو مصدر وګرځېده، چې تر اوسه دوام لري.

په ۱۳۱۱ هـ ل کال کې دعدلیې وزارت تشکیل:

وزیر فضل احمد"مجددي" معین ، دتمیز رئیس، اصلاحیه رئیس، دجمعیت العلمأ رئیس، دمامورینو مدیردمحاسبي مدیر.

په ۱۳۲۱هـ ل کال دعدلیې وزارت تشکیل:

وزیر(فضل احمد مجددي) ، دتمیز رئیس ،دجمعیت العلمأ رئیس، دمامورینو مدیر،داوراقو مدیر اودکنترول مدیر.

په ۱۳۳۲ هـ ل کال دعدلیې  وزارت تشکیل:

دعدلیې وزیر(.............) معین، دتمیز رئیس، دجمعیت العلما رئیس دتفتیش مدیر، دقلم مخصوص مدیر،اجرائیې اومامورینو مدیر اودکنترول مدیر.

په ۱۳۳۵ هـ ل کال دعدلیې وزارت تشکیل:

وزیر"سید عبدالله خان"معین ،دقلم مخصوص مدیر، دقوانینو دتدوین مدیر شهیدمحمد موسی "شفیق"، دتمیز رئیس ، دجمعیت العلما رئیس ،دتفتیش عمومي مدیر، دمامورینو مدیر،دالفلاح مجلې مدیر"محمدیعقوب کومک"، دلوازمومدیر،داوراقومدیر. سربېره پردې په ۱۳۳۷هـ ل کال دتقنیني چارو دتنظیم لپاره اصولنامه نشر او دقوانینو مشروعیت هم تدوین اوله مراحلو تېر شو.

په ۱۳۴۰ هـ ل کال دعدلیې وزارت تشکیل:

وزیر"سید عبدالله خان" معین، دتمیزرئیس، دجمعیت العلمأ رئیس،دقوانینو دتدوین عمومي مدیر دغه مدیریت په ۱۳۴۲ هـ ل کال ریاست ته پورته کړای شو اوپه ۱۳۴۲ هـ ل کال لس(۱۰) مادې دفتاوی اوتقنین قانون له مراحلو تېر شو،دقلم مخصوص مدیر، عمومي اداري مدیر، دبودجې مدیر، دمامورینومدیر،دمحاسبې مدیر، داوراقو مدیر اوخدماتو مدیر.

په ۱۳۳۴هـ ل کال اساسي قانون په درې ګونو قواو کې دسترې محکمې دجوړښت وړاندوینه وکړه اوپه همدې اساس په ۱۳۴۵هـ ل کال دزمري په میاشت کې ستره قضایي ټولنه دمرحوم محمدقدیر"ترکي"په ریاست دخپلواکې قضایې هستې په توګه تأسیس اوقضا دعدلیې له وزارت نه اوخپلواک حیثیت یې غوره کړ.

په ۱۳۴۳ هـ ل کال داساسي قانون په "۱۲۷"ماده کې چې په هغې کې دسترې محکمې وړاندوینه شوې وه،په ۱۳۴۶ هـ ل کال دتلې (میزان) په ۲۲ نېټه مرحوم دکتور عبدالحکیم "ضیاي"دقاضي القضات په توګه وټاکل شو، ددې اساسي قانون په لارښوونه دمدعی العمومیت اداره (لویه څارنوالي) هم پېشبيني شوې او "۱۱" ادارې تر"۱۳۵۹"هـ ل کال  پورې دعدلیې وزارت اړوندې وې، اوترنږدې کلونو پورې دعدلیې وزیر دلویې څارنوالۍ دچارو سرپرستي هم کوله ،په داسې حال کې چې دڅارانوالۍ دچارو دتنظیم لومړی قانون په "۱۳۴۳"هـ ل کال رامنځته شو.

په ۱۳۴۳ هـ ل کال دقضایای دولت ریاست رامنځته شو، چې داشخاصوپه مقابل کې ددولت له معنوي اومادي ګټو دفاع وکړي.

داړوندو چارو دلاښه والی اوتنظیم په خاطر دحکومتی قضا یا دادارې قانون او دمدافعینود چارو دتنظیم قانون هم په همدې وخت کې  او دتطبیق اوانفاذ لپاره برابر شول.

په ۱۳۴۲هـ ل کال کب په میاشت کې رسمي جریده چې هدف یې دټولوفرامینو،شاهی اعلامیوه،قوانینو، مقرراتو،اساسنامو، لوایحو، دوزیرانودمجالسو مصوبې، بین المللي معاهدات ،معاهدې اوتوافق لیکونه ،رسمي اعلامیې او دنوروتقنیني اسنادو اودخلکو دخبرتیا لپاره دسوداګرۍ داعلانونو خپرول وو،دعدلیې وزارت په امتیاز اودمحمد یوسف"روشنفکر" په مسوولانه مدیریت په نشراتو پیل وکړپه لومړۍ ګڼه کې درسمي جریدې قانون هم خپورشو.

په ۱۳۴۳ هـ ل کال دلړم په میاشت کې دحقوقومرکزي اداره له داخله وزارت نه جلااو د عدلیې پورې وتړل شوه. په ولایاتو او ولسوالیو کې په محاکمو پورې اړوندې شوې،خوپه ۱۳۴۶هـ ل کال د دارالتأدیب اوجندر ادارې هم تأسیس شوې.

په ۱۳۴۹هـ ل کال دعدلیې وزارت تشکیل:

وزیر، معین،دقلم مخصوص مدیر،دڅارنوالۍ عالي ریاست ،دجمعیت العلمأ ریاست، دتقنین عمومي ریاست ، دحکومتی قضایاوریاست، ددرالتأدیب ریاست، دتفتیش عمومي مدیریت، به مرکز کې دحقوقو مدیریت ، دبهرنیو اړیکومدیریت ،درسمي جریدې مدیریت، داملاکو اواسنادو دثبت عمومي مدیریت، دداوودخان دجمهوري دولت پرمهال یوځل بیا دهیواد قضایي محکمه دقضا دعالي شوری په نامه په عدلیې وزارت کې مدغم اوپه ۱۳۵۲ هـ ل کال دزمري میاشت په څلورمه یې په دریمه ګڼه فرمان کې وړاندوینه وشوه، چې په رأس کې یې دوکتور عبدالمجید دعدلیې وزیر او دقضا دعالی شوری اولویې څارنوالۍ په رأس کې و او غلام علی کریمي دقضا د ادارې عمومي امر په توګه دنده سرته رسوله .

همدارنګه مولوي عبدالبصیر دتمیز رئیس ،ډاکتر سعید افغاني ،سمیع الدین"ژوند" دعدلیې وزارت معین،عبدالهادي"هدایت"دلویې څارنوالۍ مرستیال غړي او ډاکترعنایت الله "ابلاغ" ددغې شوری منشي و.

په ۱۳۵۲هـ ل کال دعدلیې وزارت لنډ تشکیل:

دقضائیه قوې عمومي اداري آمریت ، دپولیسو ځانګړې محکمه، دقضایي تفتیش اداره، دتدقیق اومطالعاتو اداره ،دقضاذاتیه ریاست ،دقضادتحریراتو او مراقبت ریاست،داسنادو اووثایقو دثبت ریاست،دقضا داري ریاست،دلویې څارنوالۍ عالی اداره، دتقنین عمومي ریاست، داوقافو عالي اداره،دحکومت دقضایاو ریاست،دجمعیت العلمأ ریاست،ددارالتأدیب ریاست،دحقوقو عمومي مدیریت اودتحریراتو عمومي مدیریت د اوقافوعالي ادارې له ۱۳۵۰ هـ ل کال وروسته یوه مجله د اوقافوپه نامه لرله ، چې تریوه وخت پورې داسدالله په مسوول مدیریت خپرېده،دڅارنوالۍ دعالي ادارې ،دعرایضو دچارو دتدقیق،دقضایي چارودتعقیب، دتحقیق اومراقبت ، دقاضیانو دعالی محکمې اودپولیسو دڅانګړې محکمې استازیتوب یې کاوه.

په ۱۳۵۷هـ ل کال دغوایي یا دثور له کودتا وروسته ،دقضا محکمه یوځل بیا دعدلیې له وزارت نه جلا او نظام الدین تهذیب دسترې محکمې رئیس وټاکل شو، خودعدلیې وزارت خپلې چارې دتقنیني مسایلو، ددولت له ګټو اوحقوقو نه دفاع، دوګړوله حقوقو دفاع دمجرمو ماشومانو دروزنې اواصلاح اودهغوی دصالح،ابرومندانه ژوندانه په لور سوق کولو کار ته دوام ورکوي اوله ټولومشکلاتو سره سره توانیدلی چې دغه ګرانې دندې په څانګړې توګه دقانون جوړونې په ډګر کې په پوره قوت سره ترسره کړي.

اوسمهال د عدلیې وزارت تشکیل په لاندې توګه موجود دی:

د وزارت مقام، مسلکي معینیت، مالي او اداري معینیت، د دفتر ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، د مدافع وکیلانو ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست، د پالیسي او پلان ریاست، د بهرنیو اړیکو ریاست، د تقنیني اوحقوقي چارو مشاور، د ولایتونو عدلیې ریاستونه(۳۳).

۱- مسلکي معينيت:

  • د قانون جوړونۍ د چارو او علمي ـ حقوقي څېړنو د انستېتوت لوی ریاست، د قانون جوړونۍ د چارو او علمي ـ حقوقي څېړنو د انستېتوت د لوی ریاست مرستیال، د نړیوال او بشر حقونو د قوانینو ‌ډیپارتمنت، د سوداګریزو او خصوصي سکتور د قوانینو ‌ډیپارتمنت، د کار او ادارې قوانینو ‌ډیپارتمنت، د ښوونیز، فرهنګي او روغتیا قوانینو ‌ډیپارتمنت، د مالي او اقتصادي قوانینو ‌ډیپارتمنت، د جزائي قوانینو ډيپارټمنټ، د مدني قوانینو ‌ډیپارتمنت، د قوانینو مطالعې، تشریح او ښوونې ډيپارتمنت، د رسمي سندونو د ژپاړې او تصدیق بورد.
  • د امارت د قضایاو لوی ریاست، د کابل ولایت د قضایاو ریاست، د املاکي قضایاو ریاست، د مالي اداري او سوداګریزو قضایاو ریاست،  د کمېسیون د سکرتریت د همغږۍ او تنظیم ریاست ( د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون).
  • د حقوقي مرستو ریاست.
  • د قضیو د ثبت د مدیریت سیستم آمریت.

۲ـ مالي او اداری معینیت:

  • د انسجام لوی ریاست، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست، د معاملاتو د لارښوونو او عریضه لیکونکو د چارو ریاست.
  • مالي او اداري ریاست.
  • د بشري سرچینو ریاست.
  • د خپرونو او عامه اړیکو ریاست.

له دغو ریاستونو څخه هر یو د هغو کاري دندو اړوند د لوی مدیریتونو په کچه کوچنۍ ادارې لري چې د خپلو چارو پرمخ وړلو له پاره د تقنیني سندونه، قوانینو، مقررو، لایحو او لارښوودونو درلودونکي دي.

دافغانستان داسلامي امارت دعدلیې وزارت احکام، قوانین او تقنینی اسناد په لاندې ډول ترتیبېږي.

  • دعدلیې وزارت داجراآتو اوکړنو دتنظیم مقرره .

  • دحکومتي  قضیو قانون.

  • دمعاملاتو دلارښوونې قانون.

  • دعرایض دځېړنې قانون.

  • دمدافع وکیلانو قانون.

  • دجمعیتونو قانون.

دتقنین ریاست دلاغوره خدمتونو دوړاندې کولو په موخه د اوو(۷) دیپارتمنتونو لرونکی دی:

  • دکار اواقتصاد دقوانینو ددیپارتمنت ریاست.

  • دبین الدول قوانینو ددیپارتمنت ریاست .

  • دقوانینو دتشریح اومطالعې ددیپارتمنت ریاست .

  • دمدني اوسوداګریزو چارو ددیپارتمنت ریاست.

  • درهبري اومیتود یکي دیپارتمنت ریاست .

  • دجزایي اواداري قوانینو ددیپارتمنت ریاست .

  • دخصوصي سکتور دقوانینو دديپارتمنت ریاست .

بایدیادونه وکړو چې:

  • په ۳څپرکو او ۱۴ مادوکې دتقنیني اسنادو دانفاذ او خپراوي دتګلارې قانون.

  • په ۱۰ مادوکې دعلمی کدرونو دغړیتوب،امتیازاتو اوحقوقو قانون.

  • په ۶ څپرکو او۴۵ مادوکې دتقنیني اسنادو دتیاري اووړاندیز کولو دتګلارې مقرره .

  • په ۵څپرکو او ۳۴ مادوکې دعلمي، حقوقي څېړنو اوقانون جوړونې دچارو دعمومي ریاست اساسنامه .

تقنیني اسناد دي چې دتقنین عمومي ریاست ته دخپلو اړوندو کارونو پرمخ وړلوکې لارښوونه کوي . سربېره پردې دعدلیې وزارت یو کتابتون لري چې په ۱۳۳۹هـ ل کال کې جوړشوی،خودکورنیو جنګونو په دوران کې یې زیاتره ارزښتناک کتابونه ضایع شوي دي ،چې په دې برخه کې فرهنګي مرستوته اړتیا لیدل کېږي.

دتقنین عمومي ریاست په خپل علمی آرشیف کې چې دقوانینو دتصنیف دعمومي مدیریت په نامه یادېږي اودمسلکي کدرونو دګټنې(استفادې) لپاره دی، یولړ ارقام ثبت کړي دي،چې نږدې دقانون جوړونې دیوې پېړې په موده کې ټول"۱۲۰۳" تقنیني سندونه تصویب شوي دي چې په هغې کې"۴۵۲"نظامنامې،۲۳۴ داساسنامو اصول اوقوانین،۴۴۴ مقررې او"۵۱۸" تقنیني فرمانونه دي.

ددې بحث په پای کې دعدلیې وزارت له جوړېدو ترننه پورې دهغو وزیرانو دنومونو يادونه کوو، چې زموږلاسته راغلي دي:

دامیر امان الله خان دوره :

  • محمد ابراهیم خان بارکزایي .

  • سردار حیات الله خان.

دمحمدنادرشاه دوره:

  • ښاغلی فضل عمر مجددي.

  • ښاغلی فضل احمد مجددي.

دمحمد ظاهر شاه دوره:

  • ښاغلی فضل عمر مجددي .

  • ښاغلی میر عطأ محمد حسینی.

  • ښاغلي میر سید قاسم خان.

  • ښاغلی سید عبدالله خان.

  • ښاغلی سید شمس الدین "مجروح"

  • ښاغلی عبدالحکیم "طبیبي"

  • ښاغلی ډاکټر محمد حیدرخان.

  • ښاغلی دوکتورمحمداحسان"ترکي"

  • ښاغلی پوهاند محمد اضغر.

  • ښاغلی پوهندوی عبدالستار"سیرت".

  • ښاغلی محمد انور"ارغندیوال"

دمحمد داوودخان دجمهوري ریاست دوره:

  • دکتور عبدالمجید.

  • شهیدپوهندوی وفی الله "سمیعی".

د۱۳۵۷هـ کال دثور له کودتا نه تر ۱۳۷۱ هـ ل کلونو:

  • عبدالحکیم شرعي جوزجاني.

  • عبدالرشید"آرین"

  • عبدالوهاب"صافی"

  • محمدبشیر"بغلانی"

  • پوهاند غلام محی الدین "دریځ"

دمجاهدینو دوره:

  • مولوي جلال الدین "حقاني"

  • قانونپوه معراج الدین "خروټی"

دطالبانو دواکمنۍ دوره:

  • ملانورالدین "ترابی"

موقته انتقالي دوره:

  • قانونپوه عبدالرحیم عباس"کریمی"

دافغانستان اسلامي جمهوري دوره:

  • ښاغلی غلام سرور"دانش"

  • ښاغلی څارنپوه حبیب الله "غالب"

  • ښاغلی سید یوسف "حلیم"

  • ښاغلی دوکتور عبدالبصیر"انور"

  • قانونپوه فضل احمد"معنوی"

دطالبانو دواکمنۍ دویمه دوره:

  • محترم شیخ عبدالحکیم "شرعی"