د ننګرهار خیریه بنسټونو د کنړ ولایت له زلزلهځپلو سره مرستې وکړې

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، په ننګرهار ولایت کې ۸ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په همغږۍ د دې پېښې له زیانمنو شویو کسانو سره مرستې وکړې.
په دغو مرستو کې د څښاک اوبه، غذايي توکې او خواړه شامل وو چې د ربیع الاول د میاشتې په ۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ په کنړ ولایت او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د زلزلې زیانمنو ته ووېشل شوې.
د ننګرهار عدلیې ریاست په وېش کې د روڼتیا او د مرستو په وړاندې کولو کې د بېنظمۍ د مخنیوي په موخه په دواړو ولایتونو کې د مرستو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه.
د عدلیې وزارت یو ځل بیا په دې وزارت کې له ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو، ملي سوداګرو او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هېواد د ختیځ په وروستۍ وژونکې زلزله کې له زیانمنو شویو سره د خوراکي توکو، کالیو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.