په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.

په دې بررسۍ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې د هغو کورونو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه لوړه شوې وي.

همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې د کور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه یادو ټیمونو هغوی ته توصیه وکړه چې د معاملاتو په ترسره کولو کې د سپينو پاڼو له کارولو څخه ځان وساتي او پر ځای یې د معاملاتو لارښوونې له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له یو شمېرعریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له ۷ عریضه ليکونکو، ۶ موټر پلورنځيو او د معاملاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د کاپیسا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS