په کاپیسا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۳۹
.

 د کاپیسا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۴ دفترونو نظارت کېدل

 د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ نېټه د ‌‌چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

په سمنګان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو او. . .

BACK TO NEWS