د ویندوی دفتر او د خبر رسونې مسؤله مرجع
د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د رسنیو او هېوادوالو په وړاندې ځواب ویلو ته ژمن دی او تل د دې ادارې د خدمتونو په هکله د اطلاعاتو وړاندې کولو ته چمتو دی.
هغه محترمې رسنې چې د وزارت د فعالیتونو په برخه کې اطلاعاتو ته اړتیا لري کولای شي د وزارت د ویندوی له دفتر او د خبر د رسونو له مسؤلې مرجع سره همغږي وکړي او د خپلې اړتیاور اطلاعات د حضوري او تلفوني خبرو او نورو معمولو تګلارو له لارې ترلاسه کړي.
ممنوعیتونه
لاندې اطلاعات وړاندې کول، ممنوع دي:
په هغه صورت کې چې خپلواکي، ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتیا او عامه امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
په هغه صورت کې چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د شلیدو لامل شي.
په هغه صورت کې چې د شخص سر او مال له خطر سره مخامخ شي.
په هغه صورت کې چې د جرم د کشف خنډ یا د جرم د ارتکاب د مخنیوي خنډ شي.
په هغه صورت کې چې د تورن د کشف، څېړنې او تعقیب یا په دې برخه کې د احتیاطي تدبیرونو د نیولو بهیر ګډوډ کړي.
په هغه صورت کې چې د عادلانه محاکمې یا د حکم د تنفیذ بهیر ګډوډ کړي.
په هغه صورت کې چې د شخص خصوصي حریم نقض کړي.
په هغه صورت کې چې اطلاعاتو په سوداګریزو موضوعګانې، شخصي ملکیتونو او په بانکي حساب پورې اړه ولري.
عبدالرحمن "احمدی" دخبر رسونې مسؤل
داړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۲۶۸۴۹
ایمیل آدرس: moj.afghanistan@gmail.com
پته: دعدلیې وزارت څلورم منزل