د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له یو شمېرعریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۵۷
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له ۷ عریضه ليکونکو، ۶ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې ۲ موټر پلورنځي او ۱ د معاملاتو لارښوونې دفتر د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.

همدارنګه د پاتې نورو دفترونو متصديانو او عريضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۴ دفترونو نظارت کېدل

 د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ نېټه د ‌‌چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

په سمنګان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو او. . .

BACK TO NEWS