د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له یو شمېرعریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادیالثانی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له ۷ عریضه ليکونکو، ۶ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې ۲ موټر پلورنځي او ۱ د معاملاتو لارښوونې دفتر د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
همدارنګه د پاتې نورو دفترونو متصديانو او عريضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.
