د عدلیې وزارت مسلکي معین د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۰
.

د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ زابل ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د زابل د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې دندې ته د راتګ پر مهال باید زموږ نیت هغو خلکو ته صادقانه خدمت کول وي چې کلونه کلونه یې جګړې او بدبختۍ تجربه کړې دي؛ ځکه د عادت او عبادت توپیر په نیت کې دی.

دغه راز نوموړي د زابل د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د موجودو امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او د خلکو د خدمت په لاره کې به خپله اعظمي هڅه وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رياست د درېیمې رتبې د درېيو تشو بستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین غزني ولایت ته سفر وکړ

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ یو پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د نظارت بهیر پیل کړ او د محرم د میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ غزني. . .

BACK TO NEWS