د عدلیې وزارت مسلکي معین غزني ولایت ته سفر وکړ

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۵۸
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ یو پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د نظارت بهیر پیل کړ او د محرم د میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ غزني ولایت ته روان شو.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د غزني د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې هغوی ته توصیه وکړه چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي، موجودې نیمګړتیاوې لرې کړي او په اخلاص او صداقت سره د خلکو خدمت وکړي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست د مسؤولینو او کارکوونکو کاري ستونزې واورېدې او د هغو پر حل یې ټینګار وکړ او لازمې لارښوونې یې وکړې.

ټاکل شوې ده یاد پلاوی د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی

  د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS