د عدلیې وزارت مسلکي معین د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه
د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۴مه نېټه د سهشنبې په ورځ زابل ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د زابل ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي یې له نږدې بررسي کړ.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د زابل د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې دندې ته د راتګ پر مهال باید زموږ نیت هغو خلکو ته صادقانه خدمت کول وي چې کلونه کلونه یې جګړې او بدبختۍ تجربه کړې دي؛ ځکه د عادت او عبادت توپیر په نیت کې دی.
دغه راز نوموړي د زابل د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د موجودو امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او د خلکو د خدمت په لاره کې به خپله اعظمي هڅه وکړي.
ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي له نږدې بررسي کړي.
