د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې د یادې اتحادیې د جواز د صادرولو د رسمي پړاوونو په ترسره کولو بوختې دي.

په همدې اساس، د عدلیې وزارت د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو ټولو مسئولینو ته خبر ورکوي چې د یادې شوې اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په موخه، خپل غوښتنلیکونه د روان هجري شمسي کال د میزان (تلې) میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه د عقرب (لړم) میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي. د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.

د نوملیکنې لپاره له غوښتنلیک سره د تذکرې کاپي او د اړوند شرکت د صنفي جواز د اسنادو کاپي ضمیمه کول اړین دي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د افغانستان د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د اعصابو یو شمېر ډاکټرانو د عدلیې وزارت د مقام ترسرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

Back to announcements