د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا
د دفاع وکالت د جوازلیک هغو متقاضیانو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي نوملړ کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې، د دفاع وکالت د اوومې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د قوس (لیندۍ) میاشتې په ۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۸هـ.ق کال د جمادي الآخرې میاشتې له ۱۹مې نېټې سره سمون خوري، د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.
له همدې امله له محترمو متقاضیانو څخه هیله کېږي چې لاندې ټکي په جدي توګه مراعات کړي:
۱. د دفاع وکالت په ورودي ازموینه کې د شمولیت کارت یوازې د درېیو ورځو لپاره (د قوس له ۵مې نېټې د پنجشنبې له ورځې څخه د قوس تر ۸مې نېټې د یکشنبې ورځې پورې) د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د اداري مدیریت لهخوا وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت نهوېشل کېږي.
۲. د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت او د تابعیت تذکرې اصل درلودل لازمي دي او د نهلرلو په صورت کې، متقاضي په ازموینه کې نهشاملېږي.
۳. متقاضیان مکلف دي چې د ازموینې په ورځ، د سهار په ۸:۰۰ بجو د عدلیې وزارت په مقر کې حاضر وي.
۴. محترم غوښتونکي دې له هر ډول اقدام څخه مخکې، د دغې خبرتیا لاندې د دفاع وکالت د جوازلیک غوښتونکو په خپاره شوي وروستي نوملړ کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي تر څو د هغو غوښتونکو له بېځایه سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي چې غوښتنلیکونه یې د مؤظفې کمېټې له خوا رد شوي دي.
۵. د ازموینې په ورځ د وزارت دننه د موبایل راوړل قطعاً ممنوع دي.
