د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Mar 25 2023 11:23 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره شول.

په دغې ناسته کې په سنګ آتش ولسوالۍ کې د یو شمېر اشخاصو موضوع بررسي شوه او هغوی غونډې ته حاضر شول. یاد شویو اشخاصو ومنله چې په سنګ آب کلاري سیمه کې له کلنو راهیسې سلګونه زره جریبه د عامه څړځای ځمکه د ملکیت له سندونو څخه پرته په خپل تصرف کې درلودله. هغوی ژمنه وکړه چې نور به له دغې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي او هم به د څړځای په عنوان د نورو د ګټې پورته کولو خنډ نه ګرځي.

دغه راز په دغې ناسته کې، د آبکمري ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو چې د عامه مرعی پر غصب تورن پیژندل شوي وو، غونډې ته حاضر شول ترڅو خپل سندونه وړاندې کړي خو هغوی هیڅ ډول د ملکیت سندونه نه درلودل. هغوی ومنله د تیربند سیاتره په سرتګاب غالچرخ کې ځمکه، د عامه څړځای له جملې څخه ۲۱۰۰ جریبه ځمکه ده او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به په دغې ساحه کې هیڅ ډول مالکانه تصرف نه کوي او هم به د څړځای په عنوان د نورو د ګټې پورته کولو خنډ نه ګرځي.

.

ددغه ولایت د قادس ولسوالۍ د ده برنج کلي یو شمېر اوسیدونکي چې غاصب او د څړځای ویجاړونکي پیژندل شوي ول، هم غونډې ته حاضر شول او له هغوی څخه د ملکیت سندونه وغوښتل شول. هغوی هیڅ ډول شرعي سندونه نه درلودل او ویې ومنله چې پشته ملمنجيو کې څه دپاسه ۵۰ جریبه ځمکه عامه مرعی ده او د هغوی لخوا ویجاړه شوې او په کرنیزه ځمکله تبدیله شوې ده. یاد شویو اشخاصو ژمنه وکړه چې وروسته له دې به له یادې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي.

دغه راز تخنیکي هیئت د مقر ولسوالۍ له رحمان زیو قوم څخه د هغو اشخاصو او افرادو په اړه چې عامه مرعی ځمکه یې په کرنیزې ځمکې تبدیلې کړي، د استعلام  په ترڅ کې معلومات وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS