نږدې ۸۷۰۰۰ جریبه ځمکه بادغیس ولایت کې بررسي شوه

hayat_admin
Thu, Jan 26 2023 1:14 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه او ځمکې يې بررسي کړې.

یاد هیئت لامان او بند سبزک کلیو ته ولاړ او د پشته لامان ځمکې يې چې په تېرو کلنو کې د هغې د ارچې ونې د خلکو لخوا پرې شوي او په کرنیزو ځمکو بدلې شوي، لیدنه وکړه. یاده هیئت دغې ساحه کې ۸۷۰۰۰ جریبه موجوده ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله.

هیئت د لامان کلي له سیمه ییزو مشرانو سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون او اړوند مقررې په اړه هغوی ته معلومات ورکړل. ددغه کلي خلکو ادعا درلودله چې له دغو ځمکو څخه سندونه لري. هیئت له هغوی څخه وغوښتل ترڅو بررسي شي.

.

په همدې حال کې، د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت درییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د کابل-غور دروازې د مخې ساحې چې پشته وردک ها په نوم شهرت لري بحث او بررسي لاندې ونیول شوې.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې یاده له یادې ساحې څخه له نږدې وکتل شي، اوسیدونکي يې احضار او سندونه یې بررسي شي.

دغه راز یاده ناسته کې، په فیروز کوه ښار کې اوقافي ځمکې چې یو شخص یې په غصب تورن دی، بررسي شوې. له دغه شخص څخه قانوني سندونه او مدارک وغوښتل شوو او هغه ته لارښوونه وشوه چې شخص د ځمکې پلورونکی حاضر کړي.

دغې ناسته کې، په فیروز کوه ښار کې د یو شخص د هستوګنې د کور په اړه هم بحث او بررسي وشوه او له دغه شخص څخه قانوني سندونه او مدارک وغوښتل شوو. دغه راز د تخنیکي هیئت د  کاري کړنلارې په اړه هم بحث وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS