د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس سره ددغه ولایت د عدلیې رییس کتنه
د بلخ ولایت د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د جمادي الاول میاشت په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس مولوي محمد یوسف ابوالوفاء سره د استیناف محکمې د ریاست په دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
دغه کتنه د دوو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ترسره شوه. په دغې کتنه کې د استیناف محکمې رییس د عدلیې له رییس سره ددغه ریاست د فعالیتونو په تړاو خبرې وکړې، او د دواړو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ د چارو د ښه کېدو او د حقوقي پریکړو، حکمونو او فرمانونو تطبیق کې اغېزمنې او ګټورې وبللې.
په دغې کتنه کې، د بلخ ولایت د عدليې رییس هم د دواړو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په اړه ټینګار وکړ او شفافیت ته په توجو سره په دغه ریاست کې د اسلامي امارت د حکمونو او فرمانونو له تطبیق څخه یادونه وکړه. نوموړي د استیناف محکمې له ریاست سره د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.