د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس سره ددغه ولایت د عدلیې رییس کتنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۳:۳۹
.

د بلخ ولایت د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د جمادي الاول میاشت په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس مولوي محمد یوسف ابوالوفاء سره د استیناف محکمې د ریاست په دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

دغه کتنه د دوو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ترسره شوه. په دغې کتنه کې د استیناف محکمې رییس د عدلیې له رییس سره ددغه ریاست د فعالیتونو په تړاو خبرې وکړې، او د دواړو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ د چارو د ښه کېدو او د حقوقي پریکړو، حکمونو او فرمانونو تطبیق کې اغېزمنې او ګټورې وبللې.

  

.

 

په دغې کتنه کې، د بلخ ولایت د عدليې رییس هم د دواړو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په اړه ټینګار وکړ او شفافیت ته په توجو سره  په دغه ریاست کې د اسلامي امارت د حکمونو او فرمانونو له تطبیق څخه یادونه وکړه. نوموړي د استیناف محکمې له ریاست سره د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS