د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست له لورې د دست کمک خیریه بنسټ وتړل شو

waheed
Tue, Sep 27 2022 1:36 PM
.

د عدليې وزارت د محترم مقام د حکم پر اساس، د دست کمک خیریه بنسټ دفتر په ننګرهار ولایت کې د عدليې ریاست او اړونده هیئت له لوري وتړل شو او اجناس یې ضبط شول.

ګډ هیئت چې په جوړښت کې یې د ولایت د محترم مقام، د عدليې ریاست او د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ استازو حضور درلود د صفرالمظفر میاشتې په ۳۰ نېټه د دوشنبې په ورځ یاد دفتر بند کړ. دغه راز د یاد خیریه بنسټ ټول اجناس چې ۲۵ قلمه اجناس په کې شامل ول د هیئت په حضور کې ضبط او عدليې ریاست ته وسپارل شول.

د یادونې وړ دی چې د یاد بنسټ جواز د عدليې وزارت د محترم مقام د حکم پر اساس  د محرم الحرام په میاشتې کې لغو شو او د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست ته لارښوونه وشوه چې د فعالیت مخه یې ونیسي چې دغه ریاست د ولایت مقام او نورو ارګانونو په همغږۍ سره اقدام وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS