په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې او سوداګریزو مارکېټونو یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو مسؤولينو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکي پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
د پروان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
