د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

دا ناسته د ذوالحجې میاشتې په ۸مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر په مشرۍ او د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه. په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې ټول مسؤولین او کارمندان دې په بشپړ صداقت، دیانت او امانت‌دارۍ سره کار وکړي او هغه مسؤولیتونه چې ورسپارل کېږي، په غوره توګه دې سرته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې په کاري چارو کې جدي دی او د وزارت د بېلابېلو برخو له ټولو کارمندانو او مسؤولینو څخه هیله لري چې خپل کارونه په جدیت سره ترسره کړي، ترڅو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د هر ډول ځنډ مخه ونیول شي.

محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې واکمن شوی او مسؤولین باید د داسې کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي چې د نظام د کمزورتیا لامل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که مسؤولین په صداقت او دیانت او په سمه توګه خپلې کاري چارې پرمخ نه‌شي وړلی، غوره ده چې استعفا ورکړي او بل کس ته فرصت ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رياست د درېیمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د. . .

BACK TO NEWS