په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شول چې په ترڅ کې یې ۴ دارالوکالې د غير قانوني فعالیت او یو شمېر نورو سرغړونو له امله وتړل شوې.
پلاوي د نورو دارالوکالو په چارو کې يو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او مدافع وکيلانو ته يې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
