د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په یادو پوستو کې یې د اسلامي امارت له مېشتو سرحدي ځواکونو سره وکتل او د کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.

د عدلیې وزیر د سرحدي ځواکونو د لیدنې پر مهال هغوی ته د کوچني اختر د مبارکي ویلو او د هېواد د ساتنې په برخه کې د هغوی د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د الله تعالی د دین د ساتنې لپاره په سنګر کې یوه شپه تېرول له هر ډول دنیوي متاع څخه ډېر ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو لوړ مورال او روحیه او د نظام او خلکو د دفاع په موخه پر دې رژیم متقابل بریدونه، د ستاینه وړ دي. هغه مجاهدینو ته وویل چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره او فضاء برید هېڅ ډول  شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده.

د یادې کتنې په پای کې، د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امنیت د ټینګښت او اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې د سرحدي ځواکونو د شپنیو او ورځنیو هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS