په بادغیس ولایت کې د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۲۴
.

 د بادغیس ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۲۶مه نېټه دسه‌شنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسؤولینو سره د دغه ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، د عدلیې رئیس د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د یادو دفترونو مسؤولین باید خپل فعالیتونه د قوانینو او اصولو مطابق ترسره کړي، له هر ډول جعل او غیر قانوني فعالیتونو څخه ځان وساتي او په خپلو کاري چارو کې غفلت ونه‌کړي.
په ورته مهال د یادو دفترونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل او د عدلیې رياست د همکارۍ غوښتونکي شول چې د عدلیې رياست د یادو ستونزو د حل کولو په برخه کې ورته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌آباد ښار کې په بېلابېلو ساحو کې د انتیک پلورونکو او قیمتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۴۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د جوزجان ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۳۰مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له پنځو دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارتي پلاوي د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

BACK TO NEWS