په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۶
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌آباد ښار کې په بېلابېلو ساحو کې د انتیک پلورونکو او قیمتي ډبرو پلورونکو اتحادیې، د غاښونو د ډاکټرانو اتحادیې او د یخ‌جوړونې شرکتونو د اتحادیې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو د فعاليت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په پایله کې یې د هغوی په کاري چارو کې ځینې نیمګړتیاوې مشخصې شوې.

نظارتي پلاوي د نیمګړتیاوو د لرې کولو او د چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د یادو اتحادیو مسؤولينو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS