په بادغیس ولایت کې د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Sun, Jul 27 2025 2:24 PM
.

 د بادغیس ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۲۶مه نېټه دسه‌شنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسؤولینو سره د دغه ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، د عدلیې رئیس د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د یادو دفترونو مسؤولین باید خپل فعالیتونه د قوانینو او اصولو مطابق ترسره کړي، له هر ډول جعل او غیر قانوني فعالیتونو څخه ځان وساتي او په خپلو کاري چارو کې غفلت ونه‌کړي.
په ورته مهال د یادو دفترونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل او د عدلیې رياست د همکارۍ غوښتونکي شول چې د عدلیې رياست د یادو ستونزو د حل کولو په برخه کې ورته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS