د عدلیې وزیر په روسیې کې له یو شمېر مېشتو سوداګرو او افغانانو سره وکتل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۵۰
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي روسیې هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په یاد هېواد کې له یو شمېر مېشتو سوداګرو او افغانانو سره وکتل.

دا کتنه د ذی‌القعدې د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ  په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت د مستشار په ګډون، په سن پترزبورګ ښار کې ترسره شوه او په روسيې کې مېشتو سوداګرو او افغانانو پکې د اسلامي امارت د کړنو او په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت له قنسولي خدمتونو د هرکلي ترڅنګ، خپلې ستونزې او ننګونې د عدلیې له وزیر سره شریکې کړې.

هغوی وویل چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په روسیه کې د اسلامي امارت د قنسولي فعالیتونو له پیل سره، د هغوی ډېرې ستونزې حل شوي خو ځینې ستونزې لا هم پاتې دي چې هیله لري حل شي.

په دې کتنه کې د عدلیې وزیر په روسیې کې د مېشتو سوداګرو او افغانانو د خبرو له اورېدو وروسته وویل چې اسلامي امارت د هېواد په داخل او بهر کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدنه خپل مسؤولیت ګڼي او د حل په برخه کې یې اقدام کوي. نوموړي په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مسؤولینو ته هم لارښوونه وکړه چې په روسیې کې د مېشتو سوداګرو او افغانانو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲
Background image

په پکتیا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

 د پکتیا ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د دغه ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۵مه نېټه د ‌چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS