د عدلیې وزیر په روسیې کې له یو شمېر مېشتو سوداګرو او افغانانو سره وکتل

barekzai_admin
Mon, May 19 2025 10:50 AM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي روسیې هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په یاد هېواد کې له یو شمېر مېشتو سوداګرو او افغانانو سره وکتل.

دا کتنه د ذی‌القعدې د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ  په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت د مستشار په ګډون، په سن پترزبورګ ښار کې ترسره شوه او په روسيې کې مېشتو سوداګرو او افغانانو پکې د اسلامي امارت د کړنو او په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت له قنسولي خدمتونو د هرکلي ترڅنګ، خپلې ستونزې او ننګونې د عدلیې له وزیر سره شریکې کړې.

هغوی وویل چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او په روسیه کې د اسلامي امارت د قنسولي فعالیتونو له پیل سره، د هغوی ډېرې ستونزې حل شوي خو ځینې ستونزې لا هم پاتې دي چې هیله لري حل شي.

په دې کتنه کې د عدلیې وزیر په روسیې کې د مېشتو سوداګرو او افغانانو د خبرو له اورېدو وروسته وویل چې اسلامي امارت د هېواد په داخل او بهر کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدنه خپل مسؤولیت ګڼي او د حل په برخه کې یې اقدام کوي. نوموړي په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت مسؤولینو ته هم لارښوونه وکړه چې په روسیې کې د مېشتو سوداګرو او افغانانو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS