د سرپل ولایت له مقام سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۵:۵۶
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الاول میاشتې په ۲۸ نېټې د سه شنبې په ورځ د سرپل ولایت له مقام او د یاد ولایت له امنیتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د دغه هیئت د لاسته راوړنو راپور یې له هغوی سره شریک کړ.

په دغې ناسته کې چې د یاد ولایت د مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوه، د سرپل ولایت والي الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن اکه، امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس، د یاد ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو ګډون درلود.

په دغې ناسته کې، د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس د تخنیکي هیئت د تشکیلاتو او دندو او د اړوندو فرمانونو او قوانینو په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې له پیل څخه تر دې‌دمه د تخنیکي هیئت د فعالیتونو راپور وړاندې کړ. نوموړي د یاد هیئت د چارو پر مخ وړلو په برخه کې د سرپل ولایت له مقام او د یاد ولایت له امنیتي او استخباراتي ارګانونو څخه همکاري وغوښته.

د یادې ناستې ګډونوالو د دغه هیئت د چارو لاښه پرمخ وړلو د څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو یې یوه ابلاغیه تایید او لاسلیک کړه.

په پای کې د سرپل ولایت والي او د یاد ولایت امنیه قوماندان د دغه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ هم اعلام کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS