د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هيئت لیدنه
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت سیدآباد ولسوالۍ ته ولاړ او یادې ولسوالۍ کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت د دغې ولسوالۍ له ځايي مقاماتو سره له کتنې څخه وروسته دلوړی، شش کلا، غلام محى الدين او خار لوړى ساحو ته ولاړ او هغه یې بررسي کړې. په دغو ساحو کې د یو بل شخص په تصرف کې امارتي ځمکې هم بررسي شوې. نوموړي په دغې سیمه کې د برمه کارۍ د اجازې غوښتونکی وو چې د هیئت له لوري نوموړي ته اجازه ور نه کړل شوه.
تخنیکي هیئت، د یو بل شخص په تصرف کې امارتي ساحه هم بررسي کړه او د څا کیندلو کار يې په کې بند کړ. یاد شوي هیئت نوموړي ته لارښوونه وکړه چې دغې ځمکه کې له کار څخه ډډه وکړي. دغه هیئت په غلام محی الدین ساحه کې د یو بل شخص په تصرف کې ځمکه چې د امارتي دښتې یوه برخه ده او د څو تنو نورو اشخاصو په تصرف کې ځمکه هم بررسي کړه او د څاه کیندلو اجازه یې په کې ور نه کړه.
د سیمې خلکو له تخنیکي هيئت څخه وغوښتل چې دغې ساحه کې د سری په نام دښته هم بررسي کړي. هغوی وویل چې دغه دښته امارتي ده.
