د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه
د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د لوګر د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې په چارو کې پر انسجام او زیاتې همغږۍ ټنیګار وکړ.
بل خوا په یادې کتنه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، محترم مولوي سید حبیب الحبیب وویل چې اسلامي نظام ته خدمت کول د هر مسؤول وظیفه ده او زیاته یې کړه چې خدمت باید په اخلاص، صداقت او امانتدارۍ سره وشي ترڅو په نظام د ولس د باور د پیاوړتیا لامل وګرځي.
همداراز د عدلیې وزارت پلاوي د دغې کتنې پر مهال د لوګر د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به لرې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې به لهپخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د یاد وزارت پلاوی د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.
