د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Thu, Aug 13 2026 9:17 AM
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د لوګر د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې په چارو کې پر انسجام او زیاتې همغږۍ ټنیګار وکړ.

بل خوا په یادې کتنه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، محترم مولوي سید حبیب الحبیب وویل چې اسلامي نظام ته خدمت کول د هر مسؤول وظیفه ده او زیاته یې کړه چې خدمت باید په اخلاص، صداقت او امانت‌دارۍ سره وشي ترڅو په نظام د ولس د باور د پیاوړتیا لامل وګرځي.

همداراز د عدلیې وزارت پلاوي د دغې کتنې پر مهال د لوګر د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به لرې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د یاد وزارت پلاوی د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS