بادغیس ولایت کې څه باندې ۳۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۱۴
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو له بېلابېلو ساحو څخه لیدنه وکړه او د امارتي ځمکو د تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت د غورماچ ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو له مشرانو سره وکتل او د پسرلنیو عامه څړځایونو او امارتي ځمکو په اړه یې خبرې وکړې او له هغوی څخه یې معلومات وغوښتل. یادو شویو زیاترو قومونو د ساحې په امارتي توب چې عامه مرعی ده، اقرار او اعتراف وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغې ساحه کې د مالکیت ادعا نه لري او له یاد څړځای څخه د نورو د ګټې اخیستلو خنډ هم نه ګرځي.

دغه هیئت د یو شمېر قومونو له مشرانو سره د پشت جوی او دهن شورګل خان ساحې ته ولاړ او ساحه یې له نږدې څخه ولیدله. یاد شوي هیئت ۳۰.۵۳ جریبه ځمکه په دغې ساحه کې خالصه امارتي تثبیت او تشخیص کړه او دغه راز د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو اړوند د بند چرمک او شرسر څړځایونه هم د دغه هیئت لخوا تثبیت شول.

دوه یمه ورځ هیئت د چهل ګزۍ ولسوالیو له مسوولینو سره هم وکتل او د فاریاب او بادغیس ولایتونو د مالدارانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او د ستونزو د هوارولو برخه کې پر همغږۍ ټینګار وشو.

راتلونکې ورځ هیئت د بالامرغاب ولسوالۍ له مسوولینو او بېلابېلو قومي مشرانو سره وکتل او د  پسرلنیو څړځاینو او دغې ولسوالۍ کې د نورو امارتي ځمکو په اړه بحث او خبرې وکړې او د یادو شویو اوسیدونکو مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه.

تخنیکي هیئت  د بالامرغاب ولسوالۍ په دهن جر ساحه کې چې ګله ګاب په نوم یادیږي ۳۶۴ متر مربع ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او ساحې یې سروې او بررسي کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS