بادغیس ولایت کې څه باندې ۳۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه
د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو له بېلابېلو ساحو څخه لیدنه وکړه او د امارتي ځمکو د تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي هیئت د غورماچ ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو له مشرانو سره وکتل او د پسرلنیو عامه څړځایونو او امارتي ځمکو په اړه یې خبرې وکړې او له هغوی څخه یې معلومات وغوښتل. یادو شویو زیاترو قومونو د ساحې په امارتي توب چې عامه مرعی ده، اقرار او اعتراف وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغې ساحه کې د مالکیت ادعا نه لري او له یاد څړځای څخه د نورو د ګټې اخیستلو خنډ هم نه ګرځي.
دغه هیئت د یو شمېر قومونو له مشرانو سره د پشت جوی او دهن شورګل خان ساحې ته ولاړ او ساحه یې له نږدې څخه ولیدله. یاد شوي هیئت ۳۰.۵۳ جریبه ځمکه په دغې ساحه کې خالصه امارتي تثبیت او تشخیص کړه او دغه راز د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو اړوند د بند چرمک او شرسر څړځایونه هم د دغه هیئت لخوا تثبیت شول.
دوه یمه ورځ هیئت د چهل ګزۍ ولسوالیو له مسوولینو سره هم وکتل او د فاریاب او بادغیس ولایتونو د مالدارانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او د ستونزو د هوارولو برخه کې پر همغږۍ ټینګار وشو.
راتلونکې ورځ هیئت د بالامرغاب ولسوالۍ له مسوولینو او بېلابېلو قومي مشرانو سره وکتل او د پسرلنیو څړځاینو او دغې ولسوالۍ کې د نورو امارتي ځمکو په اړه بحث او خبرې وکړې او د یادو شویو اوسیدونکو مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه.
تخنیکي هیئت د بالامرغاب ولسوالۍ په دهن جر ساحه کې چې ګله ګاب په نوم یادیږي ۳۶۴ متر مربع ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او ساحې یې سروې او بررسي کړې.
