د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې سلګونه جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه آزاده شوه
د کابل ولایت تخنیکي هیئت دوو ولسوالیو کې د ځینو ساحو په لیدلو سره د امنیتي قطعې په همکارۍ د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي هیئت ددغه ولایت شکردرې ولسوالۍ ته ولاړ او سلګونه جریبه ځمکه چې امارتي تثبیت شوې خو د خلکو لخوا پرې ودانۍ او کښت او کرنه شوې وه، آزاده کړه او د تاسیساتو جوړولو مخ یې پکې ونیو.
دغه راز یاد هیئت موسهي ولسوالۍ ته ولاړ او په لسګونه جریبه امارتي ځمکې يې د غاصبینو د کار مخنیوي وکړ.
په همدې حال کې، د فراه ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د ګلستان ولسوالۍ د جنګل بور موضوع په اړه چې تېرې اوونۍ یې ساحه له نږدې بررسي شوې وه، بحث وشو او د یاد شوې شخړې د هوارۍ له پاره له لوړو مقاماتو څخه لارښوونه وغوښتل شوه.
یاد هیئت د فراه بالا بلوک ولسوالۍ د شخړې او د فراه مرکز اړوند د رج او روکن د چمندک ساحې په اړه چې خلک پرې شخړه لري، بحث وکړ او له یادو ساحو څخه د هیئت د لیدنې په اړه پریکړه وشوه.
دغه راز یاد هیئت د قلعه کاه اړوند د سرتم ساحې او د مرکز اړوند د خواجه احمد ساحې په اړه بحث وکړ او دغې ساحه کې د هیئت پر حضور پریکړ وکړه.
یاد شوي هیئت د فراه رود په ولسوالۍ کې د یو اندازه امارتي ځمکې د هغو اشخاصو له تصرف څخه چې د مالکیت ادعا يې لري، مخنیوی وکړ او د پشترود ولسوالۍ مساو ساحه کې د یو اندازې نورې ځمکې څخه د لیدنې پریکړه وکړه.
