د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو رياست فعاليت پيل کړی

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۵ - ۱۳:۴۸

د ټولونو او ټولینزو بنسټونو ریاست چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته یې بیا ځلې خپل کارونه پېل کړي، مسؤلين يې په خپل کاري ډګر کې د خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي.

ځينو اړينو بدلونونو ته چې اړتيا وه هغه يې هم ترسره کړي چې يو له هغو څخه د ټولنو د جواز په برخه کې دی، پخوا جوازليکونه يواځې په دري ژبه جوړ شوي وو، اوس پښتو ژبه هم پکې زياته شوې بيا د تقنين سره شريک شوي او د هغوی له لوري هم تاييد شوي دي.

ياد رياست په خپل کاري کړنو کې د څلورو خيريه بنسټونو د دفترونو څخه ليدنه هم کړې ده او همداراز يې اووه خيريه بنسټونو او اتحاديو ته د جواز کار چمتو کړی او د تاييد لپاره يې د وزارت مقام ته وړاندې کړی چې له تاييد وروسته به ورته وسپارل شي ترڅو خيريه بنسټونه او اتحاديې په عادي ډول خپل فعاليت ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS