د فراه ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۲۰
.

د کندهار ولایت د عدليې پخوانی رئيس نیک محمد احمدي چې په وروستیو کې د فراه ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یو لر مراسمو په ترڅ کې د فراه د والي مرستیال له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

دغه مراسم چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۴ مه ترسره شو، د فراه ولایت د ولایتي شورا مرستیال او نورو سیمه ییزو مسوولانو هم شتون درلود.

د فراه د والي مرستیال محمد داوود شیرزاد، په دغو مراسمو کې  ښاغلي احمدي ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ د عدالت پر تامین او د ځمکو له غاصبانو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ او په دې لاره کې له عدلیې ریاست سره د ولایت د مقام له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال هم وویل چې دغه شورا د عدليې ریاست، په ځانګړې توګه د عامه املاکو د غصب د مبارزې  په لاره کې همکاریو لپاره چمتو دی.

د فراه د عدليې رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، روڼتیا او د ځمکو له غاصبانو سره د مبارزې په لاره کې له هیڅ ډول همکاري څخه به لاس وانخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS