د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د لغمان د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضري ته په پابندي کولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.
