کندز کې د ۲ زره او ۸۶۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۶
.

د کندز ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت د روژې د مياشتې په ۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هئيت رئيس او  غړو په ګډون د یاد ولایت ګلتپې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ په توبره کش او عسقلان ساحو کې یې ۲ زره او ۸۶۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

د استرداد شویو ځمکو له جملې څخه د ګلتپې ولسوالۍ په توبره کش ساحه کې ۲ زره او ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه او په عسقلان ساحه کې ۳۶۰ جربیه امارتي ځمکه موقعیت لري.

همداراز ياد هئيت لارښوونه وکړه چې یادې شوې ځمکې د ځمکو په بانک کې ثبت او له پړاوونو تېرولو څخه وروسته د سيمو اوسېدونکو ته په اجاره ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS