کابل ولایت کې کابو ۲۳۰۰ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیول شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۴:۴۲
.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپل عملي کارونو په څلورو ښارګوټو کې ترسره کړل او دغه ښارګوټي یې بررسي کړل.

د هیئت د بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې بګرامۍ ولسوالۍ کې د لدین خیل ښارګوټی چې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده او د تراخیل قوم ښارګوټی چې د میرویس ښارګوټي ترڅنګ پر ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی د کادستر د معلوماتو له مخې دولتي دي. ددغو ښارګوټو اوسیدونکي یې د شخصي مالکیت ادعا لري او له هغوی څخه سندونه او شرعي قبالې وغوښتل شوې.

دغه راز یاده هیئت، د اتمې حوزې اړوند د سلیم کاروان ښارګوټي سیمه چې ۴۳ جریبه ځمکه پکې شامله ده او د اخلاص ښارګوټی چې ځاځي پارک ته څیرمه په ۴۵ جریبه ځمکه جوړه شوی بررسي کړل. یاده ځمکه د کادستر په سندونو کې دولتي ده او د اخلاص ښارګوټي متصرفان یې د مالکیت ادعا لري. هیئت له هغوی څخه سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د محرم‌الحرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د ۹۷۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د فیض آباد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۰
Background image

په بلخ ولایت کې د کابو ۱۲۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS