په کندز ولایت کې د ۱۳۶۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۴۷
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې یاد هیئت ۱۳۶۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

دغه استرداد شوې ځمکه د مرکز په عسقلان ساحه کې موقعیت لري چې څه موده وړاندی د هیئت لخوا امارتي تثبیت شوې وه.

همدارنګه په دغه ناسته کې د دشت ارچي ولسوالۍ کې د سيد زينو آغا د مهاجرينو ښارګوټی او د امام صاحب ولسوالۍ سيد احمد شاه آغا د مهاجرينو ښارګوټي اړوند د ۱۰ زره جریبه ځمکې دوسیې او یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS