د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی
د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی
د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغه وزارت کې په یوه ناسته کې ټینګار وکړ، چې پر غصب شویو امارتي ځمکو د اختصاصي محکمې د پرېکړې تنفیذ، د یاد کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی.
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د صفر المظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د فعالو خیریه بنسټونو له بنسټ اېښودونکو او مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د عدلیې وزیر او د دغه وزارت نورو مسؤولینو او د خیریه بنسټونو مسؤولینو هم پهکې خبرې وکړې.
د عدلیې وزیر په دې ناسته کې وویل چې خیریه بنسټونه د مرسته کوونکو او اړمنو ترمنځ واسطه دي ترڅو مرستې له مرسته کوونکو څخه واخلي او اړمنو ته یې وسپاري. هغه څرګنده کړه چې دا بنسټونه نباید اړمن کسان د ځان او مرسته کوونکو ترمنځ په واسطه تبدیل کړي او د خلکو له بېوزلۍ څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، سوداګري وکړي.
په ورته وخت کې نوموړي د سراسري اتحادیې جوړول او په بنسټیزو چارو کې د خیریه بنسټونو اقدامات یوه اړتیا وبلله او د هغوی مسؤولینو ته یې وویل چې د اتحادیې د جوړولو او بنسټیزو کارونو په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي. دغه راز نوموړي د خیریه بنسټونو مسؤولینو ته توصیه وکړه چې د مرستو د وېش پر مهال د اړمنو کسانو له عکاسۍ او انځور اخیستنې څخه ډډه وکړي؛ ځکه دا کار یې د تحقیر او د هغوی عزت ته د زیان رسېدو لامل کېږي.
په دې ناسته کې محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ځمکو د غصب په اړه ځینو موضوعاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د کمېسیون او اشخاصو ترمنځ تر دعوا لاندې ځمکو په هکله شرعي پرېکړه کول، د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې کار دی.
هغه زیاته کړه چې د ځمکې د امارتي توب په تړاو د محکمې د پرېکړې له صادرېدو څخه وروسته، کمېسیون په قانوني او شرعي توګه د پرېکړې پر تنفیذ مکلف دی. نوموړي وویل چې د کمېسیون او اختصاصي محکمې کار د اسنادو، مدارکو او قوانینو له مخې دی او اصول او قوانین پر ټولو په یو شان تطبیق کېږي.
د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او استرداد حقوقي موضوع ده چې د هېواد په کچه جریان لري او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل غیر منطقي دي.
په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د مقام مشاور محترم شیخ رکن الدین عتیق، د انسجام عمومي رئیس محترم مولوي زاهدین عابد او د یاد وزارت نورو مسؤولینو هم د خیریه بنسټونو د فعالیتونو د منسجم کېدو او د یادو بنسټونو له لوري د اصولو او مقرراتو د رعایتولو په اړه خبرې وکړې.
بل خوا په دې ناسته کې د خیریه بنسټونو مسؤولینو هم خبرې وکړې او د مالیاتو، ګمرکاتو او د پېچلو پروسو په برخو کې یې خپلې ځینې ستونزې شریکې کړې او عدلیې وزارت د سراسري اتحادیې له جوړېدو وروسته د دغو ستونزو د حل کېدو ډاډ ورکړ.
