په پکتیا ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعالیت نظارت کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۱:۳
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع ‌الاول د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکنې یو دفتر چې په غیر قانوني بڼه یې فعاليت ترسره کاوه، وتړل شو.

 همدارنګه، نظارتي پلاوي د پاتې نورو عریضه ليکونکو ستونزې او کاري نيمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه یې یادو عریضه لیکونکو ته لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

د پکتیا ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د عریضه لیکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS