په پکتیا ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعالیت نظارت کېدل

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکنې یو دفتر چې په غیر قانوني بڼه یې فعاليت ترسره کاوه، وتړل شو.
همدارنګه، نظارتي پلاوي د پاتې نورو عریضه ليکونکو ستونزې او کاري نيمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه یې یادو عریضه لیکونکو ته لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.
د پکتیا ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د عریضه لیکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.