په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو او ۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۶
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په سرخ رود او کوز کنړ ولسواليو کې له ۳ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې تر بررسۍ لاندې ونيول.

نظارتي پلاوي د یادو دفترونو او موټر پلورنځيو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې،  لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.

همدارنګه د نورو دفترونو او موټر پلورنځيو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د لرې کولو په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د کونړ ولایت د عدلیې ریاست د نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳۲
Background image

په پنجشیر ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په عنابې، شتل او رخې ولسوالیو کې د ۱۲ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS