په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو او ۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په سرخ رود او کوز کنړ ولسواليو کې له ۳ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې تر بررسۍ لاندې ونيول.
نظارتي پلاوي د یادو دفترونو او موټر پلورنځيو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.
همدارنګه د نورو دفترونو او موټر پلورنځيو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د لرې کولو په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې.
