په پنجشیر ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو
د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په عنابې، شتل او رخې ولسوالیو کې د ۱۲ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو د فعالیت جوازونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د یاد نظارت پر مهال نظارتي پلاوي عریضه ليکونکو ته د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
