په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادیالثانی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.
همدارنګه د دفترونو له متصديانو څخه غوښتنه وشوه چې د معاملاتو ترسره کولو پر مهال له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي او د جعلي او سپینو ورقو له استفادې څخه دې ډډه وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
