په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, Dec 20 2025 2:19 PM
.

 د ننګرهار د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

همدارنګه د دفترونو له متصديانو څخه غوښتنه وشوه چې د معاملاتو ترسره کولو پر مهال له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي او د جعلي او سپینو ورقو له استفادې څخه دې ډډه وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS