په سرپل ولایت کې څه دپاسه ۱۱۰۰ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۳:۳۸
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې له بحث او د دوسیو له بررسۍ څخه وروسته، په دغه ولایت کې څه باندې ۱۱۹۲ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه او لارښوونه وشوه چې د هغې راپور بشپړ او دوسیې یې د وروستي تصمیم نیونې په غرض  مرکز ته واستول شي.

یاد شوي هیئت د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو هم د یاد ولایت د مرکز او د سوزمه قلعه ولسوالۍ ځینو سیمو ته سفر وکړ او تر دعوا لاندې ځمکې له نږدې ولیدلې او بررسي کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS